د اوکراین پوځ وايي چې روسیې د دغه هېواد لوېدیځې سیمې پر کروز او بالېسټیک توغندیو وېشتلي دي.
پوځ زیاتوي چې پر دې سیمو روسي ځواکونو ۴۳ بالېسټیک او کرویز توغندي او ۷۴ ډرون بریدونه کړي دي. روسیې کې چارواکو منلې چې یاد بریدونه د اوکراین د تېرې ورځې د بریدونو په غبرګون کې شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اوکراین تېره ورځ د امریکا او انګلستان له لوري په ورکړل شویو توغندیو د روسیې هغه کارخونې په نښه کړي چې پوځ ته به یې. وسایل او تجهیزات برابرول.
د اوکراین په هغو بریدونو کې د روسیې ساراتوف او انګلس ښارونو کې کارخونو ته زیان اوښتی وو، ښوونځي رخصت شوي او هوايي ډګرونو کې هم د لنډمهال لپاره الوتنې درېدلې وې.
اوکراین یوه اوونۍ وړاندې هم پر یادې سیمې برید کړی و او ادعا کړې وه چې د تېلو یوه زېرمه چې د روسیې پوځي اډې ته یې، تېل لېږدول، په نښه کړې.
اوکراین همداراز ادعا کړې وه چې د جګړې پرمهال یې، د شماليکوریا ۳۰۰ سرتېري وژلي او شاوخوا ۷۰۰ نور یې، ټپیان کړي دي.
دوی همداراز د شماليکوریا د دوو سرتېرو د نیونې خبره هم کړې چې په وینا یې، د کُرسیک سره نږدې یې، نیولي دي.