Asset 1SWN

د روسی مرکچي پلاوی ترکیې ته ورسېد

۱۲۱۲۲۱۲

د روسیې یو مرکچي پلاوی د ترکیې اسټانبول ښار ته رسېدلی، څو د امریکا او د دغه هېواد د  سفارت‌خونو اړوند ستونزو حل لپاره له امریکايي پلاوي سره خبرې وکړي.

د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزارتونو د یادو خبرو په اړه ویلي چې په دې ناسته کې به د اوکراین جګړې، امنیت او سیاستونو په اړه خبرې ونه‌شي او یوازې د سفارت‌خونو د فعالیتونو ښه‌والي په اړه خبرې کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ترکیه کې دغه خبرې د ټرمپ او پوتین له ټیلیفوني خبرو او سعودي عربستان کې د اوکراین جګړې په اړه د امریکا او روسیې د لوړو پوړو چارواکو ترمنځ له مذاکراتو وروسته کېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «په روښانه توګه، په اجنډا کې هېڅ سیاسي یا امنیتي مسلې نشته. اوکراین په اجنډا کې نه دی. د دې خبرواترو رغنده والی به ډېر ژر څرګند شي؛ یا به مسلې حل شي یا به نه. موږ به ډېر ژر پوه شو چې ایا روسیه واقعیا ښه نیت لرو ته لېواله ده.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې خبرې به یوازې په امریکا او روسیه کې د دواړو هېوادونو د ډيپلوماټانو ته د ښو شرایطو رامنځته کولو او د ډيپلوماټانو شمېر پر سر د اختلافاتو پر حل ورټولې وي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام