د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین په سنپترزبورګ کې د دفاع وزارت او وسلهوالو ځواکونو له مشرانو سره د اوکراین د جګړې د تازه پرمختګونو په اړه غونډه وکړه.
د روسي د پوځ لوی درستیز والېري ګراسیموف په دې غونډه کې وویل، روسي ځواکونه د جګړې په لومړیو کرښو کې فعال بریدونه لري او پرلهپسې پرمختګ کوي.
نوموړي زیاته کړه، د اوکراین پوځ هڅه کوي په مهمو سیمو کې د وضعیت د ټینګښت له لارې د روسانو د پرمختګ سرعت ورو کړي.
پوتین په غونډه کې څرګنده کړه چې روسي ځواکونو تراوسه د اوکراین شاوخوا ۴۹۰۰ مربع کیلومتره سیمه او ۲۱۲ ښارګوټي تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي. هغه وویل، د روسیې ګډ هدف دا دی چې ټول ټاکل شوي نظامي اهداف باید بې له قید او شرطه ترسره شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
پوتین د اوکراین پر پوځ تور ولګاوه چې د لوېدیځ د ملاتړ د جلب لپاره د روسیې په خاوره کې پر ملکي هدفونو بریدونه کوي.
هغه ټینګار وکړ چې د ۲۰۲۲کال د فبرورۍ پرېکړه د روسیې لپاره «سمه او پر وخت» وه او زیاته یې کړه چې د روسیې نظامي-صنعتي شرکتونه اوس د پوځ ټولې اړتیاوې پوره کوي.
پوتین وویل، «د ستراتېژۍ ابتکار اوس په بشپړه توګه د روسي پوځ په لاس کې دی او د اوکراین ځواکونه د سخت مقاومت سره سره په شا تګ دي.»