Asset 1SWN

سلام وطندار

روسیې بهرنیوچارو وزارت: د اټومي ازمایښت لپاره کار روان دی

1533043058956

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف وايي چې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه دستور چې د احتمالي اټومي ازموینو لپاره د وړاندیزونو د چمتوکولو په اړه ورکړل شوی، عملي کېږي.

لاوروف زیاتوي چې تراوسه مسکو ته د امریکا له لوري د ډونالډ ټرمپ د وروستي حکم په اړه هېڅ وضاحت نه‌دی رسېدلی؛ هغه حکم چې د امریکا پوځ ته د اټومي ازموینو د بیا پیل امکان یادوي.

ټرمپ لا څرګنده کړې نه ده چې ایا هدف یې د اټومي وړتیا لرونکو توغندیو ازموینه ده که د اټومي چاودنو پخوانۍ ازموینې بېرته فعاله کول.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


روسیې د جمعې پر ورځ له واشنګټن څخه وغوښتل چې دغه ضد او نقیض څرګندونې روښانه کړي او خبرداری یې ورکړی چې یاد کار به د روسیې او نورو هېوادونو غبرګونونه راوپاروي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وایي چې د امریکا متضاد پیغامونه نړیوال اندېښنې زیاتې کړي او باید د موضوع وضاحت وشي.

پوتین د امنیت شورا ناستې ته ویلي، که د نورو هېوادونو اټومي ازموینې پیل کړې، روسیه به هم متقابل ګام پورته کړي او اړوند ادارو ته یې د معلوماتو راټولولو او ګډو وړاندیزونو جوړولو امر کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام