Asset 1SWN

پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ درې کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي

اوکراین

د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې پوځ د پراخو توغندیزو او ډرون بریدونو په ترڅ کې د اوکراین بېلابېلې سیمې په نښه شوي چې له امله یې لږترلږه درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي ویلي چې د روسي ځواکونو ۵۸۰ ډرونونه او ۴۰ توغندي توغولي دي. د هغه په وینا، دغه بریدونه د اوکراین پر نهو  ډنیپروپتروفسک، میکولایف، چرنیهېف، ژاپوریژیا، پولتاوا، کېیف، اودېسا، سومي او خارکیف سیمو شوي دي.


د اوکراین چارواکو زیاته کړې چې د بریدونو پرمهال د ملکي خلکو کورونه، د برښنا سب‌سټېشنونه او نور بنسټیز تاسیسات هم زیانمن شوي دي.

کارپوهان باور لري چې مسکو غواړي د اوکراین د انرژۍ زیربناوې له‌منځه یوسي، څو د خلکو پر ژوند فشار زیات کړي. په همدې حال کې ناټو او اروپايي ټولنې د روسیې دغه تازه بریدونه غندلي او د اوکراین له حکومت سره یې د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام