Asset 1SWN

سلام وطندار

پر اوکراین د روسیې بریدونه؛ ۲۸کسان وژل شوي او ۱۰۰ ټپیان دي

ap24322316616071

د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې له لوري پر کېیف د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو پرله‌پسې بریدونو له امله ۲۸ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي تر دې وړاندې په خپله شپنۍ وینا کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی و او ویلي یې و چې د ژغورنې عملیات تر ماښامه روان وو. د کورنیو چارو وزارت بیا ویلي، له ۱۲۰۰ ډېر پولیس او ژغورونکي د پېښې ځای ته ورغلې دي.

زېلېنسکي کې زیاته کړې چې لاهم لسګونه  کسان روغتون کې بستر دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اوکراین د ژغورنې ادارې ویلي چې په ټپیانو کې ۱۶ ماشومان دي چې د جګړې له امله د ماشومانو د ټپي‌کېدو تر ټولو لویه پېښه ده.

د اوکراین ولسمشر له دې وړاندې ویلي چې روسیې د شاوخوا ۳۰۰ ډرون او توغندیو بریدونه کړي دي.

بل‌خوا د روسیې دفاع وزارت مسوولان وايي چې د اوکراین پوځ هوايي ډګرونه او د مهماتو زېرمې یې، په نښه کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام