Asset 1SWN

سلام وطندار

پر اوکراین د روسیې برید؛ دوه کسان وژل شوي

volodymyr-zelensky-speaks-kyiv

د اوکراین ولسمشر، ولودېمېر زېلېنسکي وایي روسي ځواکونو د دغه هېواد پر یو بل حرارتي برښناکوټ برید کړی چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

زېلېنسکي په یوه ویدیويي وینا کې وویل چې برید د دونتسک د اسلوفیانسک ښار برېښناکوټ په نښه کړی، دا هغه ښار دی چې لاهم د کییف تر کنټرول لاندې دی.

هغه زیاته کړه چې دا برید د جګړې له پیل راهیسې د اوکراین له هغو تر ټولو سختو شپو وروسته شوی چې په‌کې ګڼ‌شمېر د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


زېلېنسکي دا بریدونه «تروریستي» وبلل او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر مسکو فشار زیات کړي.

نوموړي د روسي نفتو پر شرکتونو وروستیو بندیزونو ته اشاره وکړه او ویې ویل، دا بندیزونه اغېزمن ثابت شوي. د هغه په وینا، که دا فشارونه دوام ومومي، روسیه راتلونکی کال تر ۵۰ میلیارد ډالرو زیان لیدلی شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام