Asset 1SWN

سلام وطندار

پر اوکراین د روسیې برید؛ دوه کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي

ukraine-war-russia-offensive-1

د دنیپروپېتروفسک سیمې د ادارې مشر، اولېکساندر هانژا، پر فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې روسي ځواکونو د نیکوپول ښار په نښه کړی او له امله یې دوه ښځې وژل شوي او شپږ نور کسان ټپیان دي.

بل‌‌خوا، د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یې د اوکراین د زاپورېژیا په سیمه کې پنځه مېشت ځایونه نیولي دي.

د روسیې دولتي خبري اژانس تاس راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د زاکوتنویه او ژووتنېویه سیمې هم د روسي ځواکونو لاس ته لوېدلې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د روسیې دفاع وزارت دا هم منلې چې ځواکونو یې په تېره اوونۍ کې اووه ځله د اوکراین پر انرژۍ بنسټونو او پوځي تاسیساتو بریدونه کړي چې پکې یو برید د «لوی عملیات» په توګه یاد شوی دی.

په ورته وخت کې، د روسیې له‌خوا ټاکل شوي چارواکي، ولادیمیر سالدو، د تاس له قوله ویلي چې د اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د روسیې تر اشغال لاندې خرسون کې یو کس وژل شوی دی.

د جګړې له دواړو لورو څخه د ادعاوو خپلواک تایید لا نه دی شوی او وضعیت لا هم ترینګلی پاتې دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام