Asset 1SWN

سلام وطندار

پر اوکراین د روسیې برید؛ درې کسان وژل شوي او یوشمېر ټپیان دي

AP26039318775372-2_1770546944174_hpMain_16x9

د اوکراین چارواکي وايي چې د روسیې د شپې ډرون بریدونو د یاد هېواد په ختیځ او سوېل کې لږترلږه درې کسان وژلي چې په‌کې یوه مور او د هغې لس کلن زوی هم شامل دي.

د ختیځ خارکېیف د بوهوډوخیو ښار په هستوګنیزه سیمه کې د برید پرمهال لس کلن هلک او د هغه مور وژل شوي دي.

د دې سیمې چارواکو په وینا، په همدې برید کې شپږ نور کسان هم ټپیان شوي دي.

یاد ولایت د ۲۰۲۲کال د روسیې له برید راهیسې چې نږدې څلور کاله یې پوره کېږي، پرله‌پسې د بریدونو هدف پاتې شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په سوېلي بندري ښار اودېسا کې هم د روسیې «پراخ» ډرون برید یو کس وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي. د اودېسا والي اولېه کېپر وویل چې په دې برید کې د هستوګنې ودانۍ او د ګاز پایپ‌لاین هم زیانمن شوي دي.

همداراز، د سوېل ختیځ د دنیپروپېتروفسک ولایت والي اولېکساندر هانژا ویلي چې د ډرون په یوه برید کې نهه کسان چې یوه ۱۳کلنه نجلۍ هم پکې ده، ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، برید د درې پوړیزې ودانۍ کې اور ولګاوه او چت یې ویجاړ کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام