د اوکراین چارواکي وايي چې د یاد هېواد په «مارهانېټس ښار» کې د کارګرو پر یوه موټر د روسیې بېپېلوټه الوتکې برید کې نهه کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.
د چارواکو په وینا، بېګاه شپه د اوکراین په ختیځ، مرکزي او سوېلي سیمو باندې د روسیې بېپېلوټه الوتکو بریدونه کړي چې
تر ډېره ملکي کسانو ته پهکې مرګژوبله او زیان اوښتی دی.
د بریدونو په لړ کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د احتمالي سولې ټينګښت په تړاو هڅې هم ګړندي شوي او تېره ورځ د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین له اوکراین سره د مخامخ خبرو لپاره چمتووالی هم ښودلی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا نن چهارشنبه، اپرېل ۲۳مه اروپايي او امریکايي چارواکي په لندن کې د اوکراین له پلاوي سره ویني، څو د سولې خبرو راتلونکی روښانه کړي.
که روسیه او اوکراین د سولې خبرې پیل کړي، دا به د جګړې له پیل راهیسې لومړی ځل وي چې دواړه لوري مخامخ خبرې کوي.
په ورته مهال د روسیې دفاع وزارت وايي چې د اوکراین له لوري پر یوشمېر سیمو شوي ډرون بریدونه یې، شنډ کړي دي.