د اوکراین دولتي رسنیو خبر ورکړی چې د جمعې په ورځ د روسیې د بالستیک توغندي په برید کې چې د خارکیف ښار په مرکزي برخه کې پر یوې پنځه پوړیزې هستوګنیزې ودانۍ لګېدلی، د وژل شویو کسانو شمېر څلورو ته لوړ شوی دی.
په همدې حال کې، د اوکرایني پوځ د تازه راپور له مخې، د جګړې په بېلابېلو کرښو کې د روسي ځواکونو او اوکرایني پوځ ترمنځ ۱۹۱ نښتې شوې دي.
د راپور له مخې، تر ټولو سختې جګړې د پوکروفسک او هولیايپوله په سیمو کې ثبت شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بل لور ته، د روسیې د دفاع وزارت ادعا کړې چې ځواکونو یې د دونېڅک په لانجمنه سیمه کې د بوندارنه مېشته سیمه نیولې ده. دغه وزارت دا هم ویلي چې روسي ځواکونو د خارکیف په کوپیانسک سیمه کې د اوکرایني پوځ دوه بریدونه شنډ کړي دي.
د روسیې د دفاع وزارت په وینا، د دې هېواد هوايي دفاعي سیستمونو د شپې لهخوا د روسیې پر بېلابېلو سیمو ۹۰ اوکرایني بېپیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
په ورته وخت کې، د ژاپوریژیا اټومي بټۍ چې د روسیې تر کنټرول لاندې ده، د برښنا له دوو لوړ ولتاژ لینونو څخه یو له شبکې پرې شوی دی.