د اوکراین چارواکو اعلان کړی چې د روسیې د هوايي بریدونو له امله چې د پلازمېنې کېیف شاوخوا سیمې یې په نښه کړي، یوشمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.
د کېیف د سیمهییزې پوځي ادارې مشر، میکولا کالاشنیک نن چهارشنبه، (د سلواغې اتمه) پر ټیلیګرام لیکلي چې د بیلوګورودسکا په ښار کې د دې برید په پایله کې یو کس او یوه مېرمن وژل شوي دي. د هغه په وینا، څلور نور کسان هم ټپیان شوي او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د اوکرایني چارواکو په وینا، د سهشنبې په ماښام هم د روسیې بریدونو لږترلږه ۱۲ کسان په بېلابېلو سیمو کې وژلي دي. دغه پنځه کسان هغه مهال وژل شوي چې یو اورګاډی د بېپیلوټه الوتکې (ډرون) له برید سره مخ شو.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي ویلي چې دا ډول بریدونه د سولې هڅې کمزورې کوي. هغه د کېیف له متحدانو غوښتنه وکړه چې پر مسکو فشار زیات کړي، څو جګړه پای ته ورسېږي.
چارواکي وايي، سره له دې چې تېره اوونۍ د روسیې او اوکراین د مذاکره کوونکو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې خبرې شوې وې، روسي بریدونه نهدي درېدلي.
دغو بریدونو د ژمي په یخنۍ کې چې تودوخه تر صفر درجې ښکته ده، د اوکراین د ډېرو سیمو برښنا هم پرې کړې ده.