Asset 1SWN

پر کېیف د روسیې برید؛ درې کسان وژل شوي او ۱۸ ټپیان دي

1200x675_cmsv2_b11b4c84-1052-5349-b129-48bdb1f02ec5-8695200

د اوکراین پر پلازمېنې کېیف د روسیې د ډرون او توغندیو تر ټولو پراخ بریدونو پرمهال درې کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.

بریدونه نن یکشنبه، اګسټ اوومه، سهار مهال د کېیف پر بېلابېلو سیمو شوي دي.

د اوکراین چارواکو په وینا، په دغه برید کې درې کسان وژل شوي چې یوه کوچنۍ نجلۍ، یوه ښځه او یوه عمر لرونکې مېرمن شاملې دي. همدارنګه، ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.

د کېیف ښاروال ویټالي کلیچکو ویلي، برید د ډرونونو په باران سره پیل شو چې ورپسې د توغندیز بریدونو سره مل وو. د ښار په مرکزي سیمه کې د حکومت یوې ودانۍ ته هم زیان رسېدلی او پوړونه یې سوځیدلي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ښار په مختلفو سیمو له هغې ډلې پیچیرسکي، دارنیتسکي او سویاتوشینسکي کې د اورونو لګېدلو او ودانیو د ویجاړیدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د اوکراین چارواکو دغه بریدونه د ملکي زیربناوو پروړاندې د روسیې د قصدي بریدونو په توګه بللي دي. د روسیې حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام