Asset 1SWN

سلام وطندار

روسیه: د اوکراین ۹۸ ډرون مو نسکورې کړي

اوکراین

د روسیې د دفاع وزارت وايي چې د جمعې او شنبې ترمنځ شپه کې د اوکراین له لوري توغول شوې ۹۸ بې‌پيلوټه الوتکې (ډرونونه) د روسیې هوايي دفاعي ځواکونو له‌خوا شنډ شوې دي.

د راپور له مخې، ډرونونه د روسیې څو سیمو کې شوي چې په‌کې مسکو، بيلګورود، تولا، سامارا، وورونېژ، روستوف او ريازان شامل دي.

د دفاع وزارت په وینا، یوازې د مسکو پر سیمه ۱۱ ډرونونه ویشتل شوي چې شپږ یې د روسیې پلازمېنې ته روان وو. چارواکي وايي، د ډرونونو له غورځېدو وروسته د انساني تلفات راپور نه‌دي ورکړل شوي، خو په ځینو سیمو کې د ترافیک موقتي محدودیتونه رامنځته شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د بيلګورود ولایت د چارواکو په وینا، د ۴۵ ډرونونو شنډېدل د برید تر ټولو ستره برخه وه. روسي چارواکي دا د «اوکراین تروریزم» نوې څپه بولي، خو اوکراین تراوسه په رسمي ډول د دې بریدونو مسوولیت نه‌دی منلی.

د شنډو شویو ډرونونو شمېر په وروستیو میاشتو کې زیات شوی او شنونکي وايي دا ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي جګړه نوره هم پراخېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام