د روسیې دفاع وزارت وايي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سېسټم د مسکو پر وخت بېګاه شپه له ۸ څخه تر ۱۱ بجو پورې، د اوکراین ۴۲ بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) په بېلابېلو سیمو کې شنډ کړي دي.
په ورته مهال د روسیې د فدرالي هوايي ترانسپورت ادارې د دغه هېواد په څلور هوايي ډګرونو کې د الوتکو پر ناستې او الوتنې لنډمهالي محدودیتونه لګولي دي.
په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي: «د ملکي الوتنو د خونديتابه لپاره، په نیژني نووګورود (استریګینو) هوايي ډګر کې موقتي محدودیتونه لګول شوي دي.»
په بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «د الوتنو د خوندیتوب لپاره ورته محدودیتونه په تامبوف (دونسکویه) هوايي ډګر او همدارنګه په سنپټرزبرګ کې د پولکوو په هوايي ډګر کې هم لګول شوي دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له دې وړاندې یادې ادارې دا هم ویلي وو چې د روسیې په لوېدیځ کې د کالوګا په سیمهیز هوايي ډګر کې هم د الوتنو بهیر لنډمهالی درېدلی دی
په همدې حال کې د اوکراین خبري اژانس «اوکرینفرم» راپور ورکړی چې د پلازمېنې کېیف په ښار کې د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د هوايي بریدونو خطر زنګونه په کېیف او د دې ترڅنګ په څو نورو سیمو لکه سومي، خارکیف، چرنیهیو، دنیپروپتروفسک او کیروفوګراد کې اورېدل شوي دي. همدارنګه د کریویي ریه په ښار کې هم د چاودنې راپورونه ورکړل شوي دي.