Asset 1SWN

روسیه: یوه شپه او ورځ کې مو ۱۵۰۰ اوکرایني سرتېري وژلي

_132734931_gettyimages-2028397377

د روسیې د بلګورود په سرحدي سیمه کې د اوکراین یوې بې‌پیلوټې الوتکې پر یوه موټر برید کړی چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی. د سیمې والي دا پېښه تایید کړې ده.

په ورته مهال د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» د یاد هېواد د دفاع وزارت له قوله ادعا کړې چې د تېرو ۲۴ساعتونو په جګړو کې د اوکراین له پوځ څخه له ۱،۵۰۰ زیات سرتېري وژل شوي دي.

اوکراین دا خبره رد کړې او پوځي شنونکي دواړه لوري د تبلیغاتي جګړې په کارولو تورنوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو مشر بیا ادعا کړې چې روسیې په یوه شپه‌ او ورځ کې شاوخوا ۱،۰۲۰ سرتېري، ۳۶۰ بې‌پیلوټه الوتکې او ۳۶ توپچي سیستمونه له لاسه ورکړي دي.

روسیې تراوسه د دغو تلفاتو پخلی نه دی کړی.

شنونکي وایي، د جګړې په اړه د دواړو خواوو د تلفاتو په هکله بېلابېل راپورونه، د روانې تبلیغاتي جګړې یوه برخه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام