روسیې اعلان کړی چې ځواکونو یې د اوکراین د پوکروفسک او کوپیانسک ښارونو پر لوري پرمختګ کړی دی. خپور شوی ویدیو ښيي چې روسي سرتېري د موټرسایکلونو او زړو وسایطو په مرسته پوکروفسک ته ننوځي.
مسکو دغه ښار د «دونتسک دروازه» بولي او د کراماتورسک او اسلاویانسک ښارونو د نیولو لپاره ستراتیژیک ګام ګڼي.
د رویترز په راپور، شاوخوا ۳۰۰ روسي سرتېري په پوکروفسک کې دي او هڅه کوي د اوکرایني بېپیلټو الوتکو له بریدونو خوندي پاتې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اوکرایني پوځ تایید کړې چې په ښار کې سختې نښتې روانې دي. روسیه وايي چې ۲۵۶ ودانۍ، د اوسپنې پټلۍ سټیشن او شمالي او ختیځې برخې یې نیولي دي، خو کېیف دا ادعا رد کړې.
شنونکي وایي، روسیه د مستقیمو جګړو پر ځای، تدریجي او تاکتیکونه کاروي، څو د اوکرایني ځواکونو توان کم کړي. همدا مهال روسي ځواکونه د کوپیانسک ختیځ او د هغې د نفتو تاسیسات هم تر کنټرول لاندې راوستي دي.