Asset 1SWN

د روسیې او اوکراین جګړه؛ دواړو لورو ته ۱.۸ میلیونه تلفات اوښتي

EPRS_BRIE_TT_733632_War_Ukraine_six_months_on_final

د نړیوال بحران ډلې بنسټ په یوه تازه راپور کې ویلي چې د اوکراین په جګړه کې نږدې ۱.۲ میلیونه تلفات روسیې ته اوښتي دي. د یاد بنسټ په وینا، دا د دویمې نړیوالې جګړې وروسته په هره جګړه کې د یوه ستر ځواک تر ټولو لوړه مرګ‌ژوبله بلل کېږي.

راپور وايي، د ۲۰۲۲کال له فبرورۍ راهیسې تراوسه ښايي تر ۳۲۵زره پورې روسي سرتېري وژل شوي وي. د راپور په ټینګار، د روسیې جګړه‌ییز تلفات د اوکراین د تلفاتو په پرتله «د پام وړ زیات» دي.

د اټکل له مخې، د اوکراین ځواکونو د ۵۰۰زره او ۶۰۰ زره ترمنځ تلفات ورکړي چې په‌کې د ۱۰۰زره او ۱۴۰ زره ترمنځ وژل شوي شامل دي.

راپور زیاتوي چې د دواړو لورو ګډ تلفات ښايي ۱.۸ میلیونو ته رسېدلي وي او تر ۲۰۲۶کال پسرلي پورې کېدای شي دوه میلیونو ته ورسېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې حال کې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي (Volodymyr Zelenskyy) د روسیې د یرغل د څلورمې کلیزې په مناسبت په وینا کې وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین (Vladimir Putin) خپلو موخو ته نه‌دی رسېدلی. هغه وویل: «پوتین اوکراینیان مات نه‌کړل او دا جګړه یې ونه ګټله.»

زېلېنسکي ټینګار کړی چې اوکراین د یوه عادلانه او تلپاتې سولې لپاره هر ډول هڅې ته چمتو دی.

بل‌خوا، نړیوال بانک، ملګروملتونو، اروپايي کمېسیون او د اوکراین حکومت د ګډ ارزونې له مخې، د اوکراین د بیارغونې لګښتونه په راتلونکو لسو کلونو کې ۵۸۸ میلیارده ډالرو ته رسېږي. دا شمېر د تېرکال پرتله ۱۲سلنه زیاتوالی ښيي چې تر ډېره د انرژۍ د زیربناوو د ۲۱سلنه زیات تخریب له امله دی.

راپور ښيي چې په اوکراین کې مستقیم زیان ۱۹۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلی او تر ټولو ډېر زیان د هستوګنې، ترانسپورټ او انرژۍ سکتورونو ته اوښتی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام