Asset 1SWN

سلام وطندار

روسیې پر اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو پراخ برید کړی

default

روسیې د پنجشنبې په شپه پر اوکراین پراخ هوايي بریدونه کړي چې په‌کې سلګونه بې‌پیلوټه الوتکې او بالستیک توغندي کارول شوي دي.

د اوکرایني چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې د هېواد د انرژۍ مهم سیستمونه په نښه شوي او لږترلږه اووه کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها په ټولنیزه شبکه «ایکس» لیکلي چې «سلګونه ډرونونه او بالستیک توغندي د انرژۍ پر سیستمونو ویشتل شوي چې له امله یې خلک له برښنا، تودوخې او اوبو بې‌برخې شوي دي.»

د کېیف ښاروال ویتالي کلیچکو پر ټیلیګرام لیکلي چې د ښار د دنیپرو سیند دواړو غاړو ته پر هستوګنیزو او غیرهستوګنیزو ودانیو بریدونه شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د توغندیو ټوټې د ښار په یوه ناحیه کې د دوو هستوګنیزو ودانیو څنګ ته لوېدلي، خو اور نه‌دی لګېدلی. د رویټرز خبري اژانس خبریالانو د ښار په بېلابېلو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدلي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په سوېل ختیځ ښار دنیپرو او شاوخوا ولسوالیو کې د توغندیو او ډرونونو په برید کې څلور کسان ټپیان شوي چې په‌کې یو ماشوم هلک او یوه څلور کلنه نجلۍ هم شامل دي. د سیمې والي اولیکساندر ګانژا دا خبره پر ټیلیګرام کړې ده.

په سوېلي ښار اودېسا کې چې د تور سمندر پر غاړه پروت دی، د بې‌پیلوټې الوتکې په برید کې یو کس ټپي شوی دی. د ښار د پوځي ادارې مشر سرهي لیسیاک ویلي چې په دغه برید کې زیربنایي تاسیسات او د هستوګنې یوه ودانۍ هم زیانمنه شوې چې د ودانۍ په لوړو پوړونو کې اور هم بل شوی و.

چارواکي وايي، د زیانونو د کچې ارزونه روانه ده او د بیړنیو خدماتو ډلې د پېښو سیمو ته رسېدلې دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام