روسیې په وروستیو میاشتو کې پر اوکراین د بېپیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه زیات کړي چې ځینې وخت په یوه شپه کې تر ۷۰۰ ډېر ډرونونه پر اوکراین توغول شوي دي.
د اوکراین اندیپندنت ورځپاڼې د دغه هېواد د هوايي ځواک د معلوماتو پر بنسټ، راپور ورکړی چې روسیې یوازې د ۲۰۲۵ کال د جولای په میاشت کې ۶۱۲۹ د شاهد ډول ډرونونه پر اوکراین توغولي؛ دا شمېر د له جولای وړاندې میاشتې په پرتله له ۵۳۳۷ ډرونونو څخه ډېر دی.
راپور وایي چې د تېرو دوو میاشتو په جریان کې پر اوکراین د روسیې هوايي بریدونه په ښکاره ډول ډېر شوي او پراخوالی یې موندلی دی.
دغه راپور همداراز زیاتوي چې د روان کال د جولای بریدونه د تېرکال د ورته مودې په پرتله د پام وړ زیات شوي. د ۲۰۲۴کال په جولای کې، روسیې یوازې ۴۲۳ ډرونونه پر اوکراین توغولي وو چې دا شمېر د روان کال له جولای سره پرتله کې ۱۴ چنده کم دی.
د کېیف اندیپندنت ورځپاڼې د اوکراین د هوايي ځواکونو د ویاند، یوري اینات، له قوله لیکلي چې دا شمېرې اټکلي دي او ښايي د روسیې له لوري توغول شوي ډرونونه، تر دې هم ډېر وي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راپور وایي، روسیه اوس کولای شي چې په یوه شپه کې دومره ډرونونه وتوغوي، څومره چې د تېر اوړي په یوه بشپړه میاشت کې توغول شوي وو.
د روان کال د جولای په ۹مه شپه، روسیې د یوې ورځې لپاره د ۷۲۸ ډرونونو د توغولو نوی ریکارډ ثبت کړ چې پکې د اوکراین لوېدیځ ښارونه لکه لویو، لوتسک، خملنیتسکي او ترنوپیل په نښه شول.
نږدې ټول ژور یرغلیزې روسي ډرونونه درې ډوله دي: د ایران جوړ شاهد ډرون چې له ۲۰۲۲ پای راهیسې کارېږي؛ روسي Geran ډرونونه چې د شاهدونو کاپي ګڼل کېږي او وروستي ډول یې Garpiya-A1s دي چې د ورته بڼې ترڅنګ له چینایي پرزو جوړ شوي دي.