Asset 1SWN

روسیې افغانانو ته د بشري مرستو رسولو لپاره WFP سره مرسته کړې

بشري مرستې (1)

روسیې د اړمنو افغانانو لاسنیوي او د هغوی وضعیت ته د رسېدو لپاره، هېواد کې د خوړو نړیوال پروګرام WFP سره بشري مرسته کړې.

د مرستو دغه چوپه کې ۱۲۸۰ مټریک ټنه غني شوي اوړه شاملیږي چې نن (یکشنبه، جوزا څلورمه) شمال زون کې د خوړو نړیوال پروګرام ته سپارل شوې.

مزارشریف ښار کې د روسیې کنسول ایګار نیکالایف د دغو مرستو د سپارلو پرمهال افغانانو سره د مسکو د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

هغه ویلي چې:  «هېواد یې لېواله دی چې د بشري مرستو د دوام پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو دوام لپاره، له افغانانو ملاتړ وکړي. مونږ غواړو چې خلکو ته د خدمت رسولو په برخه کې ګډې هڅې وکړو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې بلخ کې د خوړو نړیوال پروګرام مسوول نجیب‌الله رحماني وویل، ټاکل شوې دغه مرستې شمال زون کې د اړمنو کورنیو ترڅنګ، د نورو ولایتونو بېوزله کورنیو ته هم ووېشل شي.

هغه د دغه سازمان د بودیجې کمښت ته په اشاره وايي، اړ شوي چې روانه میلادي میاشت کې خپلې مرستې راکمې کړي.

هغه وویل: «د روان کال اپرېل میاشت کې مو د هېواد شمال کې څه باندې یوه میلیون افغانانو ته مرستې رسولي، خو روانه میاشت کې یوازې نژدې ۵سوه زره کسان تر پوښښ لاندې راولو.»

د یادونې ده چې تردې وړاندې یوشمېر نورو مرسته رسونکو بنسټونو د بودیجې کمښت په دلیل اړمنو افغانانو سره مرستې کمې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام