Asset 1SWN

روسیې د جګړې پای ته رسولو لپاره امریکا ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې

putin-crop

رویټرز خبري اژانس د دوو سرچینو له قوله ویلي چې روسیې د جګړې پای ته رسولو او امریکا سره د خپلو اړیکو بیارغونې لپاره واشنګټن سره د خپلو غوښتنو یو نوملړ شریک کړی دی.

رویټرز نن پنج‌شنبه، مارچ ۱۳مه په یوه راپور کې ویلي، دا معلومه نه‌ده چې مسکو د خپلو غوښتنو په نوملړ کې څه ځای کړي او په رښتیني توګه غواړي چې اوکراین سره سوله وکړي، که نه؟

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرچینو په وینا، امریکا او روسې د تېرو درېوو اوونیو پرمهال د یادو شرایطو په اړه مخامخ او په انلاین بڼه خبرې کړې دي.

دوی زیاته کړې چې مسکو هغه غوښتنې وړاندې کړي چې له دې مخکې یې، امریکا، اوکراین او ناټو سره شریکړې کړې وې.

د روسیې په پخوانیو شرایطو کې راغلي چې کېیف به د ناټو غړیتوب نه‌ ترلاسه کوي، اوکراین کې به بهرني ځواکونه نه ځای پر ځای کېږي او د کریمیا ترڅنګ باید څلور نورې سیمې هم روسیې ته ورکړل شي.

په ورته مهال امریکا د اوکراین له لوري د ۳۰ ورځني اوربند هوکړې منلو لپاره د روسیې ځواب ته په تمه ده. دغه اوربند د امریکا او اوکراین ترمنځ د خبرو پرمهال د ولودېمیر زېلېنسکي له لوري وړاندې شوی دی.

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

تراوسه روسیې د یاد اوربند په  تړاو خپل دریځ نه‌دی روښانه کړی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام