د روسیې د ارتباطاتو د څار ادارې «رسکومنډازور» مسوولان وايي چې یادې ادارې روسیه کې د پیام رسولو «وایبر» اپ پر کارونې بندیز لګولی دی.
د یادې ادارې مسوولانو په وینا، دغه پرېکړه یې، د ترهګرۍ ، افراطپالنې او نشهيي توکو پېر او پلور مخنیوي اړوند قوانینو څخه د سرغړونې په غبرګون کې کړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راکوتین ګروپ چې وایبر پورې اړه لري، تراوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي. د راکوتین ګروپ بنسټګر او اجراییه مشر هېروشي میکیتاني بیا دا د روسیې پروپاګندا بللې.
میکتیاني تېرکال رویټرز سره په یوې مرکه ویلي و چې دوی به د روسیې جعلي خبرونه بند کړي. «د نورو ټولنیزو رسنیو پر خلاف، موږ په روښانه توګه دا ویلي چې د روسیې د درواغو اخبار تبلیغات به بند کړو.»
هغه اوکراین ته د سفر پرمهال له رویټرز سره دغه مرکې کړې وه. روسیې له دې وړاندې یوشمېر نورې ټولنیزې رسنۍ هم بندې کړې دي.