Asset 1SWN

سلام وطندار

روسیې د جګړې لومړۍ کرښه کې ۷۰۰زره سرتیري ځای پر ځای کړي

2025-03-12T214532Z_773484130_RC2XBDACUJ54_RTRMADP_3_UKRAINE-CRISIS-RUSSIA-KURSK-PUTIN-1741947580

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان کړی چې اوکراین سره د روانې جګړې په لومړۍ کرښه کې یې، شاوخوا ۷۰۰زره روسي سرتیري ځای پر ځای کړي دي.

نوموړي دغه څرګندونې پرون پنجشنبه، سپټمبر ۱۸مه د یاد هېواد د پارلمان د یوشمېر غړیو په ګډون، په یوې ناسته کې کړې دي.

په ورته مهال د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي د دونتسک سیمې ته تللی چې د روسیې ځواکونو سره د جګړو اصلي سیمه بلل کېږي.

زېلېنسکي ویلي چې د اوکراین پوځ دوبروبیلیا کې د روسیې پر وړاندې د متقابل برید په ترڅ کې ۱۶۰ کیلومتره مربع ځمکه او اووه کلي ازاد کړي او شاوخوا ۱۰۰ روسي سرتیري یې نیولي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اوکراین پولیسو بیا ویلي چې پر کُستیانتنفکا ښار د روسیې هوایي برید، پنځه ملکي وګړي وژلي دي. روسي ځواکونو د اګست میاشت منځ کې دوبروبیلیا ته نفوذ کړی و، خو اوکرایني پوځ بیرته په شا تمبولي وو.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې ځواکونه څه اندازه شاته شوي، خو سیمه لا بشپړ کنټرول نه‌لري. جګړې لا هم روانې دي او دواړه خواوې درنه مرګ ژوبله لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام