د روسیې د بیلګورود ښار چارواکي وايي چې د اوکراین په توغندیزو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
بیلګورود ښار چې د اوکراین پولې ته نږدې موقعیت لري، پرون جمعه، د اوکراین د توغندیز برید هدف ګرځېدلی دی. د سیمې والي ویاچېسلېف ګلاډکوفVyacheslav Gladkov ویلي، په دې برید کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
ګلاډکوف په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرTelegram خپور شوی، ویلي، وژل شوي کسان د هغو ډلو غړي وو چې په ښار کې یې د تودوخې او برښنا د زیانمنو شبکو د بیارغونې چارې پرمخ وړې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي زیاته کړه چې برید د انرژۍ تاسیساتو ته سخت زیان اړولی او د برښنا، تودوخې او اوبو رسونه پرې شوې ده. همداراز، د ښار درې اپارتماني ودانۍ هم زیانمنې شوې دي.
د SHOT په نوم یوې غیررسمي ټیلیګرامي چینل راپور ورکړی چې د ښار اوسېدونکو د پرلهپسې زورورو چاودنو غږونه اورېدلي او د هوايي دفاع سیستمونه فعال شوي وو.
بیلګورود چې شاوخوا ۴۰ کیلومتره د اوکراین له پولې واټن لري، په وروستیو میاشتو کې څو ځله د اوکرایني ځواکونو تر بریدونو لاندې راغلی دی.