اوکراین کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شمال ختیځ سوومي ښار کې پر هستوګنیزو کورونو د روسیې د توغندیز برید پرمهال ۱۱ کسان وژل شوي او ۸۹ نور ټبیان دي.
د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې پر خپل ټېلېګرام ویلي چې په ټپیانو کې ۱۱ ماشومان هم شامل دي او پر ښار برښنا هم پرې شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اوکراین ویلي چې روسي ځواکونو پر سوومي ښار د ۱۲۰ توغندیو او ۹۰ ډرون بریدونه کړي چې په وینا یې، دا د یوه پراخ برید برخه ده.
د چارواکو په وینا، د توغندیز برید له امله د برښنا مزي هم پرې شوي چې له کبله یې، پر ټول ښار برښنا پرې شوې.
د اوکراین هوايي ځواک ویلی چې روسي ځواکونو د شپې په برید کې دوه سکندر-م بالستیک توغندي او یو Kh-59 لارښود توغندي هم کارولي دي.
د بریدونو له امله له یوشمېر سیمو شاوخوا ۴۰۰ کسان هم نورو سیمو ته لېږدول شوي دي.