که څه هم خواړه، د اوسېدو ځای، درمل او زدهکړې د انسان لومړنۍ اړتیاوې دي، خو یوشمېر کلیوالې ښځې دغو امکاناتو ته لاسرسی نه لري او که ځینې یې لري هم، ډېر کم دی. سلاموطندار په فاریاب، تخار، کندوز، جوزجان، سرپل، بامیان، ننګرهار او کاپیسا ولایتونو کې له ۲۰ ښځو سره مرکې کړي چې له ډلې یې پنځلسو هغو ویلي چې روغتیايي خدمتونو، زدهکړو، تفرېح او د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري، خو پنځو نورو بیا ویلي چې یادو امکاناتو ته ډېر کم لاسرسی لري.
د کندوز د ارچي سیمې د علياباد اوسېدونکې زحل او د جوزجان د مرکز شبرغان ښار د نکراباد اوسېدونکې خدیجه چې دواړه دوه دوه ماشومان لري وايي، په خپلو کلیو کې روغتیايي امکاناتو او زدهکړو ته لاسرسی نه لري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
زحل وايي: «روغتیايي خدمتونو او زدهکړو ته لاسرسی نه لرو. کله چې حکومت بدل شوی، ان د خوړو او اغوستلو امکاناتو ته هم ډېر لاسرسی نه لرو. زموږ کلي کې روغتیايي خدمتونو ته هم پوره لاسرسی نه لرو؛ ډاکټران کم دي.»
خدیجه هم وايي: «ستونزې ډېرې دي؛ لاره مو اوږده ده؛ لګښت او کرایه مو ډېرېږي او هېڅ ته بشپړ لاسرسی نه لرو. د تفرېح ځای نه لرو. یو کلینیک لرو، خو ډاکټر نشته. اقتصادي ستونزې هم ډېرې دي.»
دغه ښځې په خپلو کلیو کې د روغتیايي مرکزونو نه موجودیت د ښځو د سلامتیا لپاره یو ګواښ بولي او وايي، په یوشمېر ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه نشته او ښځې د زېږون پر مهال خپل ماشوم له لاسه ورکوي.
د تخار د چال ولسوالي د چشمهتاق اوسېدونکې بصیره هم وايي: «د چال ولسوالي په چشمهتاق کې کلینیک نشته؛ روغتون نشته؛ سړکونه یې سم نهدي؛ سمې اوبه نه لري.»
بلهخوا د تخار د مرکز تالقان ښار د اقمسجد کلي اوسېدونکې پلوشه وايي: «موږ نه کلینیک لرو او نه سم ښوونځی؛ حیران دریان یوو. کله چې یو ناروغ پیدا شي، اړ یوو چې مرکز ته یې ولېږدوو او تر څو چې هلته رسېږو، ژوند له لاسه ورکوي. موږ ډېر خپه او اندېښمن یوو؛ قومي مشران خو هېڅ پام نه کوي.»
یوشمېر ښځې په کلیو کې د څښاک د پاکو اوبو له نشتوالي څخه هم شکایت کوي. د تخار اوسېدونکې شیما وايي: «دلته نه کلینیک شته او نه د اوبو نل؛ یوه څاه ده، هغه هم وچه شوې او له کور نه مو هم ډېره لرې ده. زموږ شکایت دا دی چې کلینیک نه لرو؛ موږ ته دې کلینیک جوړ کړي. موږ پاکې اوبه نه لرو؛ د اوبو نل دې را تېر کړي او زموږ غږ دې واوري.»
د تخار یوه بله اوسېدونکې زینب هم وايي: «زموږ کلي کې د اوبو نل او څاهګانې نشته، له لرې ځایه اوبه راوړو.»
په همدې حال کې یوشمېر ښځې بیا د کلي له ژونده خوښې دي او وایي، د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی لري. د تخار اوسېدونکې سمیرا وايي: «په کوم کلي کې چې اوسېږو، ښوونځي شته؛ روغتیايي مرکز شته او هلکان مدرسې ته ځي.»
د کاپیسا اوسېدونکې نفیسه هم په کلي کې له ژوند کولو خوشحاله ده. نوموړې وايي: «شکر خواړه، پوښاک او ځای لرو. خاوند مې شته؛ کلینیک شته؛ چې ناروغان شوو، ورځوو؛ نارینه مو اجازه راکوي او راحته ځوو. الحمدالله ځمکه شته، زه هم په ځمکه کې کار کوم او ژوند تېرېږي.»
د ښځو حقونو فعالانې بیا باور لري چې افغان ښځې تل له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي او ډېری یې د اړتیا وړ روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري. د ښځو حقونو فعاله حمیرا فرهنګیار وايي: «له بده مرغه چې افغان ښځې له ټولو ستونزو سره مخامخ دي او دا ستونزې له ښارونو نیولې تر کلیو پورې ورځ تر بلې زیاتېږي.»
بلهخوا د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي، د تېرو نږدې درېوو کلونو په پرتله اوس کلیو ته د پام وړ روغتیايي امکانات رسېدلي او ۳۵۰ روغتیايي مرکزونه په ټول هېواد کې جوړ شوي او په پایله کې یې د ښځو مړینه کمه شوې ده.
نوموړی زیاتوي: «د ا.ا له واکمنېدو مخکې ۵۰ سلنه سیمې سپینې وې او ډېری سیمو کې هېڅ روغتیايي خدمتونه نه وو، خو اوس موږ د ۳۵۰ روغتیايي مرکزونو په جوړولو سره د مړینې کچه را کمه کړې ده.»
د سرپرست حکومت ویاند ذ.بېحالله م.جاهد وايي، په کلیو کې تر ډېره امکانات شته او په لرې پرتو سیمو کې ښځینه ډاکټرانې ګومارل شوې دي.
هغه زیاتوي: «کوم امکانات چې په کلیو کې شته، تر یوه بریده تمویل شوي او په ډېری ولایتونو کې کلینیکونه جوړ شوي. د ا.ا له راتګ وروسته کلینیکونه زیات شوي؛ محرومې سیمې هم شته او ښځینه ډاکټرانې هم ګومارل شوي. که څه هم بسنه نه کوي؛ ځکه اقتصاد کمزوری دی او حکومت باید خپل پلانونه ولري.»
د روغتیا، زدهکړو او سالمو خوړو ته د افغانانو، په تېره د ښځو نه لاسرسی له پخوا راهیسې د هغوی سلامتیا ګواښي او کلیوالې ښځې بیا په دې برخه کې تر نورو ډېرې زیانمنې دي.