د کليو بيارغونې او پراختيا وزير وايي، د پروژو پلي کولو کې د هيچا فرمايش نهمني، بلکې هغه پروژې پلې کوي چې د ولس اړتيا ده.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير خوست کې د يو شمېر رغنيزو پروژو د چارو پيل مراسمو کې وويل، هيواد کې هيڅ داسې پروژې ته اجازه نه ورکول کيږي چې د بل چا په فرمايش پلې شي، بلکې يوازې هغه رغنيزې پروژې به پلې کيږي چې د دوی اړوند رياستونو لخوا په ګوته شوې وي او د خلکو ستونزې او اړتیاوې پوره کړي.
هغه وويل، که هر مرستندويه بنسټ او يا بل هر څوک چې د وطن په آبادي کې ورسره بې بديله او پرته له احسانه ورسره کار کوي او پروژې تطبيق کوي، دوی يې زياته قدرداني کوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه دغهراز وويل چې پخوا به له بهره زياته اندازه پيسې راتلې او افغانستان کې به د بيلابيلو موخو لپاره په مصرف رسيدې، خو وايي اوس هغه ټولې پيسې بندې شوې.
د ده په وینا، اسلامي امارت په تېره شل کلنه مبارزه کې د هيچا فرمايش نه دی منلی او نه هم د چا تر احسان لاندې راغلي او نه اوس رغنيزو کارونو ته په هيواد کې د چا د احسان او فشار تر سيوري لاندې اجازه ورکوي، بلکې هڅه يې دا ده چې د خپلو عوايدو او يا هم د همکارو بنسټونو د بې فرمايشه او بې بديله مالي ملاتړ پر مټ ودانيزې چارې تر سره کړي.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير همداراز ويلي، دامهال په ټول هيواد کې ملکي او نظامي ادارې د يو امر تر امر لاندې اداره کيږي.