Asset 1SWN

سلام وطندار

عراق کې د امریکا پر سفارت توغندیز برید شوی

sub-buzz-3047-1578007155-3

د عراق حکومتي چارواکو ویلي چې بغداد کې د امریکا سفارت باندې توغندیز برید شوی دی.

چارواکي وايي تراوسه دا روښانه نه ده چې په دې برید کې د مرګ‌ژوبلې او یا هم د زیان اندازه څومره ده. د پېښې د جزییاتو د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

راپورونه ښيي چې د ایران پلوي وسله‌والو ډلو په عراق کې مخکې هم ژمنه کړې وه چې د امریکا پر تاسیساتو، په ځانګړي ډول بغداد کې د یاد هېواد پر سفارت به بریدونه وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دغو ډلو په وینا، د دې بریدونو هدف د ایران د ستر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د وژل‌کېدو غچ اخیستل دي. د دوی په وینا، نوموړی د امریکا او اسراییلو د هوايي برید له امله د روان کړکېچ په پیل کې وژل شوی و.

همدارنګه ویل کېږي چې یادو وسله‌والو ډلو پرون یو بیان خپور کړی و چې په‌کې یې اعلان کړی، هر هغه څوک چې په عراق کې د امریکايي دیپلوماتیکو کارکوونکو په اړه معلومات ورکړي، تر ۱۰۰زره ډالرو پورې انعام به ترلاسه کړي.

په بیان کې دا هم راغلي چې دوی په عراق کې د امریکا پر ګټو، پوځي اډو او تاسیساتو بریدونه کړي او ادعا کوي چې دغه فشارونو امریکايي کارکوونکي دې ته اړ کړي چې په ملکي کورونو کې پناه واخلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام