Asset 1SWN

سلام وطندار

له غزې پر اسراییلو توغندیز برید شوی

171127859

د اسراییلو پوځ وايي چې نن سهار ځايي وخت شاوخوا لس بجې له غزې څخه د دوی پر لور دوه توغندي ویشتل شوي دي.

د اسراییلو پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه توغندي په یوې خلاصه سیمه کې لګېدلي او چاته په‌کې زیان نه‌دی اوښتی.

له غزې دغه راکېټونه داسې مهال پر اسراییلو ویشتل چې ایران او اسراییل لاهم پر یوه بل هوايي او توغندیز بریدونه کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


تراوسه د یاد برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه‌دی اخیستی، خو غزه کې د حماس ترڅنګ نورې کوچنۍ ډلې هم د اسراییلو پر وړاندې جنګېږي.

له غزې سربېره، نن له یمن څخه هم پر اسراییلو توغندیز برید شوی چې د اسراییلو پوځ وايي، شنډ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام