Asset 1SWN

خوست کې په ۲۱ میلیون افغانۍ د سړک جوړولو چارې پيل شوې

IMG-20250915-WA0012

د خوست ښاروالي د څه باندې ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د يوه سړک د جوړولو چارې پیل کړې.

د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد د ياد سړک د جوړېدو چارو پيل مراسمو کې وویل، یاده رغنیزه پروژه په لومړۍ او درېیمه ناحیه کې تطبیق کېږي چې د امنیه قومندانۍ مخې ته د ښار مرکزي کانال دواړو خواوو ته سړکونه، د نجارانو عمومي کوڅې سړک او لومړۍ حوزې ته مخامخ سړک او د لښتیو جوړول په‌کې شاملیږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ښاروالي د سکتوري چارو آمر انجینر جاوید جمشید وويل، ياده پروژه کې ۱۳۴۰ متره سړک، ۱۴۰۰ متره اساسي لښتی او ۳ پلچکونو جوړول شاملیږي.

د دغه سړک جوړولو لګښت د خوست ښاروالي له پراختیايي بودیجې ورکول کېږي او کارونه به یې په ۶ میاشتو کې بشپړ شي.

د یادونې ده چې سږ کال خوست ښاروالي تر ۳۰ پروژې پلان کړي چې تر دامهاله یې په پنځو لویو پروژو چارې پيل کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام