Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان سره د لارو تړل‌کېدل؛ سوداګر: توکي مو په خرابېدو دي

افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري

له تېرې جمعې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له پوځي نښتو سره هم‌مهاله پر ډیورنډ کرښه د تورخم، سپین‌بولدک، ډنډپټان، غلام خان او انګور اډې لارې لاهم د سوداګریزو توکو د لېږد-رالېږد پرمخ تړل شوې دي.

یوشمېر افغان سوداګر چې تېرو نهو ورځو راهیسې یې په توکو بار موټر دواړو خواوو ته بند پاتې، وايي چې د افغانستان د تجارتي موټرو په درول‌کېدو سره د تازه مېوو او سبزیو لویه برخه خرابه شوې او سلګونه میلیونه ډالر زیان ورته رسېدلی دی.

افغان سوداګر خالد احمد رحماني سلام‌وطندار ته وویل: «د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندرونو تړل‌کېدو، واردونکو او صادرونکو سوداګرو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي دي؛ د انګور او مڼو حاصلاتو وخت دی او ټولې سړې خونې بندې دي او ډکې دي چې اوس تازه مېوې د خرابېدو په حال کې دي.»

بل سوداګر احمدي هم وویل: «د دواړو هېوادونو ترمنځ چې کومې ستونزې دي، پر سوداګرۍ او صنعت یې، ډېر اغېز کړی؛ د دواړو هېوادونو خلک او کسبګر زیان ویني. توکي چې خرابېږي د دواړو هېوادونو پر زیان دي.»

بندر عباس او چابهار د دوی د توکو د لیږد لپاره بدیلې لارې دي؛ خو دغه لارې د دوی لپاره لګښت ډېر لري او هم وخت نیسي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه هم وايي چې دامهال د پولې دواړو غاړو ته په سلګونو لارۍ ولاړې دي او که دغه وضعیت دوام وکړي، نو دواړه هېوادونه به په سوداګرۍ او اقتصاد کې له ستر زیان سره مخ شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې اجراییه ریس، نقیب‌الله صافي وویل: «د افغانستان او پاکستان تر منځ شاوخوا پنځه تجارتي او ترانزیټي لارې تړل شوې دي، چې دا د دواړو هېوادونو په زیان ده. د پاکستان صادارت هم د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته زیانمن شوي، ځکه د هغوی موټرونه هم بند پاتې دي. په دواړو غاړو کې ګڼ شمېر موټرونه ولاړ دي، او تازه مېوې او سبزيجات چې ژر خرابېږي، د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.»

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ډاډ ورکوي چې له پاکستان سره د ګډو سوداګریزو لارو د تړلو سره ، دوی د بدیلو لارو لکه بندرعباس، چابهار، ازبیکستان او ځینو نورو هېوادونو له لارې خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړی دی.

د یاد وزارت ویاند آخندزاده عبدالسلام جواد وویل: «د لارو بندېدو سره د دواړو هېوادونو سوداګرۍ ته زیان رسېږي او دا تاوان د دواړو ملتونو خلکو ته رسېږي. زموږ سوداګري دامهال د نورو هېوادونو له لارو ترسره کېږي او هڅه کوو چې هېڅ ډول ستونزه رامنځته نه شي. اوس زموږ سوداګري د بندر عباس، چابهار، تاجیکستان او اوزبیکستان له لارې روانه ده او په خپلو بازارونو کې د هېڅ توکي د کمښت ستونزه نه‌لرو.»

په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو هم ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډو سوداګریزو لارو تړل کېدو د دواړو هېوادونو سوداګرو ته په ملیونونو ډالر زیان اړولی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام