Asset 1SWN

سلام وطندار

میدان‌وردګ کې بې‌نظمۍ رامنځته کوونکې رېکشاوې له ښاره ټولې شوې

5bf84350-35e3-4e8c-a089-cd98c7619431

د میدان‌وردګ د امنیه قومنداني اړوند د ترافیکو مدیریت مسوولان وايي چې د ښار د نظم او ګڼه‌ګوڼې د کنټرول په موخه یې له بازار څخه ټولې هغه رېکشاوې راټولې او ودرولې چې په ښاري سیمو کې یې بې‌نظمي رامنځته کړې وه.

د ترافیکو امریت، امر نجيب‌الرحمن خالد سلام‌وطندار وویل، دغه اقدام د ښار د ترافیکي نظم د ټینګښت او د عامه لارو د خوندي ساتلو لپاره شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې نن پنجشنبه یې د هغو رېکشاوو د راټولولو لړۍ پیل کړه چې د کابل–کندهار پر لویه لار او د ښار په داخل کې یې د قانوني جواز پرته تګ راتګ کاوه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د  خالد په وینا، راټولې شوې رېکشاوې به تر بلې خبرتیا پورې ودرول شي او د قانوني اسنادو له بشپړېدو وروسته به پرې قانوني پرېکړه وشي.

د یادونې وړ ده، چې د ترافیکو مدیریت د ښار د نظم د ټینګښت لپاره د ورته اقداماتو د دوام ډاډ ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام