Asset 1SWN

سلام وطندار

ریچارډ بنټ: ایران کې د میلیونونو افغانانو لپاره اندېښنه لرم

ریچارډ بنټ

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ایران کې د میلیونونو افغانانو پر وضعیت اندېښنه ښوولې.

ریچارډ بنټ نن پنجشنبه د حوت ۱۴ / مارچ ۵ پر اېکسپاڼه لیکلي چې: «زه ایران کې په شمول د مجردو مېرمنو د میلیونونو افغانانو لپاره چې له قانوني حیثیت یا ټولنیز ملاتړ پرته ژوند کوي، ژوره اندېښنه لرم.»

هغه ویلي، جګړه حل‌لاره نه ده او یوازې ستونزې لاپسې زیاتوي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ټینګار کړی چې لومړیتوب د تاوتریخوالي کمول او حساب ورکول دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام