Asset 1SWN

رویټرز: اسراییل لاهم پر ایران د برید په لټه کې دی

Benjamin-Netanyahu-quydmthjrddd13hhgkew0htwdacd14og3yhomrl2mg

رویټرز خبري اژانس د یوه لوړپوړي اسراییلي چارواکي او دوو باخبرو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسراییل لاهم د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په لټه کې دی.

یادو سرچینو زیاته کړې چې پر ایران د اسراییلو برید په تړاو د ډونالډ ټرمپ له مخالفت سره سره، اسراییلو راتلونکې مې میاشت کې پر ایران برید نه‌دی رد کړی.

په ورته مهال د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو په روم کې د ایران او امریکا د استازیو ترمنځ د اټومي مذاکراتو پیل سره هم‌مهاله په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې اټومي  وسلو ته د ایران نه‌ لاسرسي ته ژمن دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي ویلي: «زه ژمن یم چې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسم. له دې هدف لاس نه‌اخلم. په دې لاره شاتګ نه‌کوم او حتا یو ملي مټر هم شاته نه‌ځم.»

بل‌خوا نیویارک ټایمز په یوه راپور کې ویلي چې اسراییلو د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره امریکا ته بېلابېلې طرحې وړاندې کړې دي.

خو ډونالډ ټرمپ د روانې اپرېل میاشتې په لومړیو کې نتن‌یاهو سره لیدنې پرمهال نوموړي ته ویلي چې امریکا ډيپلوماسۍ ته لومړیتوب ته ورکوي او لنډ وخت کې پر ایران د اسراییلو د برید ملاتړ نه‌کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام