Asset 1SWN

د کونړ د «رېن درې» اوسېدونکي د لومړنیو خدمتونو له نشتوالي شکایت کوي

۶۷۸۶۷۸۶۷۸۶۷

کونړ په ختیځ کې یو له هغه ولایتونو څخه دی چې اراضي یې غریزه ده او خلک یې په درو کې هستوګن دي. د دې ولایت غازي‌اباد ولسوالي یوه له هغو ولسوالیو څخه ده چې خلک یې په درو او د غرو په لمنو کې هستوګن دي.

رین د دې ولسوالي هغه دره ده چې خلک یې د ژوند د لومړنیو خدماتو د کمښت څخه شکایت کوي. دوی وایي چې د رین درې ته غځېدلې لاره کوچنۍ ده او په یوه وخت پرې دوه موټر مخامخ شي، تېرېدل یې ستونزمن وي.

دوی بله ستونزه په دې دره کې د ښوونځیو او کلینیک ودانیو نشتوالی یادوی او وایي، ښوونځي یې ودانۍ نه‌لري او په باد، باران کې له ګڼو ستونزو سره مخ وي. دوی وایي چې کلینک یې هم په یوه کور کې جوړ دی او خپله ودانۍ نه‌لري.

د دې درې دوه اوسېدونکي عبدالجبار او عبدالسلام وایي چې مسوول چارواکي دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي

عبدالجبار وویل: «دلته زمونږ لېسه شته ده دې کلي کې او تعمیرونه یې نشته سر پناه ځای نشته اوړي کې لمر مشکل جوړوی او همدارنګه که باران راشي نو بیا سرپناه نشته او کلینک چې کوم دی هغه شته او تعمیر نلري شخصي کور کې استفاده اخلي او مونږ غواړو چې دا لږ غټ شي او تعمیرونه ورته جوړ شي او د خلکو دا ستونزه حل شي.»

عبدالسلام‌ وویل: «دې دره کې د سرک مشکلات ډېر دي ځکه دا سرک زمونږ شخصي لګښتونو باندې وهل شوی دی او داسې پراخ هم ندی صرف څلور ټایرونه پرې پاس کیږي او دوه موټر هم پاس کیدلای نشي اوس چې امن راغلی دی له ټولو ادارو مې غوښتنه ده چې دا سرک ښه پخ کړي او پراخ یې سیمنټي جوړ کوي.»

په ورته مهال د رین درې د مسیر موټرچلوونکي وایي چې سرک تنګ دی او دوی له ګڼو ستونزو سره مخ دي. ګل رسول چې په همدې لاره موټر چلوي، وایي، په ورښتونو او واورو کې یې موټر ښوییږي او ان په واورو کې د سرک نقشه هم نامعلومه وي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وایي: «دا سرک چې دی ډیر زیات تنګ دی بارانونو کې خو مشکل بیخي زیات وي کله پکې موټر نښتی وي کله ښویه شي او کله چې واوره وشي بیا خو بیخي سرک نه ښکاري چې سرک چیرته دی ډیرذمشکل سره مخ یو بس کله کله د کلیوالو په مرسته باندې دا لاره جوړه کړو نو مشکلات ډیر زیات دي که زمونږ په دې سرک لږ کار وشيس او جوړ شي نو ډیر به ښه ويس.»

په همدې حال کې د کونړ محلي مسوولان یاده ستونزه تاییدوي او وایي چې په تدریجي ډول به د کونړ د ټولو ولسوالیو درو ته په مساوي ډول خدمات وړاندې کړيواو د خلکو شته ستونزو ته به رسېدنه وکړي.

د دې ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست رییس مولوي نجیب‌الله حنیف وایي چې ولایتي اداره هڅه کوي، د دې درې د خلکو ستونزو ته رسیدنه وکړي.

هغه وویل: «دا چې اوس د کونړ ولایت په هره دره کې امنیت دی نو.اسلامي امارت هم دا د غرونو علاقې ته او هغه سیمو ته چې دا شل کاله له خدماتو بې برخې و هغوی ته کاملاً توجه کړې ده نو په بیلا بیلو برخو کې په سرکونو کار روان دی په ویالو کار روان دی.»

د یادونې وړ ده اوسمهال په کونړ کې د ناړۍ او غازي اباد په سرک جوړولو کار روان دی چې په جوړولو سره به یې د شرقي نورستان د خلکو ستونزې هم یو کمې شي

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام