Asset 1SWN

د غور او بادغیس اوسېدونکي: د سېلابونو له امله ویجاړې شوې لارې دې بیاورغول شي

سیلاب-افغانستان-850x531

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د شویو اورښتونو له امله راوتلیو سېلابونو د هستوګنې ګڼ‌ کورونه نړولي او د عامو سړکونو او لویولارو په ګډون یې بنسټیزو زېرمو ته هم سخت زیانونه رسولی دی.

د غور او بادغیس ولایتونو یوشمېر اوسېدونکي او موټرچلوونکي د وروستیو سېلابونو له امله د دغو دوو ولایتونو د سړکونو او مواصلاتي لارو له خرابېدو شکایت کوي او د بياپرانېستلو او رغولو غوښتنه یې کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دوی له سرپرست حکومت او خصوصي سکتوره غوښتنه کوي چې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سړکونو او مواصلاتي لارو د بیارغونې لپاره جدي اقدام وکړي.

د غور- هرات لويې لارې موټرچلوونکى محمدهاشم وویل: «موږ چې له هراته غور ته راتلو، ۱۷ساعته، ۱۸ساعته او ۱۹ساعته لاره وه چې دلته به راتلو، خو اوس چې سېلاب لاره خرابه کړې، اوس له ۲۵ تر ۳۰ ساعتونو اوږده شوې.»

د غور یوشمېر نور اوسېدونکي وايي، که څه هم دوی د سړکونو د بیا پرانېستلو او ترمیم لپاره له خپلو امکاناتو کار اخیستی؛ خو په وینا یې، دغه سړکونه سخت خراب شوي او دوی نه‌شي کولای مواصلاتي لارې بېرته پرانیزي او خپل ناروغان د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونو ته ولېږدوي.

د غور یوه بل اوسېدونکي رحیم‌الدین وویل: «هېڅ لاره نه‌لرو، څو ورځې کېږي چې هڅه مو پیل کړې چې دولتیار ولسوالي ته لاره وکړو، څو قحطي کې چې ایسار یوو، وژغورل شو. اسپرف کلي ته د موټرو هېڅ لاره نشته.»

په همدې حال کې د غور او بادغیس ولایتونو چارواکي وايي، که څه هم د ولسوالیو د موصلاتي لارو د بیا پرانېستلو او د عامو لارو د بیارغونې هڅې روانې دي، خو زیاتوي چې سېلابونو لويې او زياتره مواصلاتي لارې سختې زيانمنې کړي او سيمه‌ييزې ادارې يې د جوړولو توان نه لري.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالحى زعیم وویل: «د هرات-غور لویه لاره تراوسه بنده ده، د بیدان درې او جام مسیر څخه تېرېږي او فیروزکوه سره د ځینو ولسوالیو لارې هم تړلې دي. ډېرې لارې او لویې لارې ویجاړې شوي چې د محلي ادارې له وسه وتلې.»

د بادغيس د والي وياند احمدجان حنظله هم وویل: «د ولسوالیو او ولایت ترمنځ لارې سفالت نه‌دي او وروستیو سېلابونو هم خرابې کړي. خلک په ستونزه کې دي. ټولګټو چارو ریاست چې څه ماشینونه دي، ټول د لارو پر جوړولو لګیا دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

سېلابونو نه یوازې د غور او بادغیس لویې لارې او سړکونه ویجاړ کړي؛ بلکې د بغلان، سرپل، فاریاب او نورو ولایتونو لویې لارې او سړکونه یې هم زیانمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام