Asset 1SWN

د بامیان پنجاب ولسوالي اوسېدونکي: د برښنا نشتون له امله ستونزو کې یو

Barq-44-q11bx62ci2yc3qske5aluavbwbbe6cfy1ucv4lpg94

د بامیان د پنجاب ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د برښنا نشتون له امله له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د پنجاب ولسوالي اوسېدونکي سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د برښنا تولید سرچینې شته، خو په وینا یې، لا هم د یادې ولسوالي لسګونه کلي له برښنا بې‌برخې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

که څه هم د دغه ولسوالي ډېری اوسېدونکي له لمریزې برښنا استفاده کوي، خو د اقتصادي ستونزو له امله دا سېسټم هم له پراختیا پاتې شوی چې هرې کورنۍ ته یوازې له ۴۰ تر ۵۰ واټه برښنا د ورکړې ظرفیت لري.

نوموړي وویل: «ښوونځیو کې هم د برښنا نشتون ستونزه ده، کله چې پروجکټور ته اړتیا شي، برښنا نه وي، کله چې په کمپیوټر کې زده‌کړې ورکوو، برښنا نه وي او کله چې پکې ته اړتیا شي بیا هم برښنا نه وي، دا د زده‌کړو بهیر ځنډوي.»

د پنجاب ولسوالي د ښوونیزو مرکزونو مسوولان هم وايي چې د برښنا نشتون له امله ستونزو سره مخ دي.

د یوه ښوونیز مرکز ښوونکي سیف‌الله وویل: «موږ له کمپیوټر او نورو برښنايي وسایلو استفاده کوو، که برښنا نه وي، نشو کولای کار وکړو او ټیلیفون چې چارج ونه‌لري، معلومات به له کومه پیدا کړو.»

بل‌خوا د پنجاب ولسوالي هټۍ‌وال هم له ورته ستونزې شکایت کوي. دوی وايي، هغه خوراکي توکي چې باید یخچال وساتل شي، د برښنا نشتون له امله یې نشي ساتلی.

یوه هټۍ‌وال تقي وویل: «د چرګې هګۍ پلورو، د لمریزې برښنا دړې مې ورته لګولي چې کله کله د بټرۍ له امله کار نه کوي، انرژي، سبزي نشو ساتلی.»

د بامیان د برښنا ریاست مسوولان بیا وايي، د پنجاب ترڅنګ د دغه ولایت نورو ولسوالیو کې هم د برښنا نشتون ستونزه تاییدوي، خو زیاتوي چې د بودیجې نشتون له امله نشي کولای دغه ستونزه هواره کړي.

د بامیان برښنا رییس ضیا‌الدین جهادیار وویل: «د پنجاب دهن‌غر غري سیمه کې د چینایانو له لوري د لمریزې برښنا ۱۰ میګاواټه سېسټم جوړ شوی. ترڅنګ یې د برښنا له لوري د اوبو بند هم سروې شوی، خو د بودیجې نشتون له امله درېدلی دی.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بامیان اوسېدونکي له برښنا سربېره د ژوند له لومړنیو امکاناتو له هغې ډلې روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام