سره له دې چې علمي سپارښتنو کې د زېږون ترمنځ لږ تر لږه د ۲۴ میاشتو په واټن ټینګار کیږي، خو کابل کې له ۹ ښځو سره د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې دغو ښځو د زېږون ترمنځ معیاري واټن نه دی رعایت کړی.
د دغو ښځو له خبرو څرګندېږي چې ډېری یې د زېږون ترمنځ د واټن رامنځته کولو لپاره روغتیايي خدمتونو او پوهاوي ته لاسرسی لري، خو بیا یې هم دې موضوع ته پاملرنه نه ده کړې چې له امله یې د هغوی روغتیا، رواني وضعیت او د ماشومانو وده له منفي اغېزو سره مخ شوې.
دغه ښځې چې راپور کې ورسره خبرې شوي له ۲۴ څخه تر ۳۷ کلونو پورې عمر لري او هره یوه یې له ۳ تر ۷ ماشومانو مور ده.
د هغوی له ډلې ځینې وایي چې د امیندوارۍ د مخنیوي له میتودونو د وېرې له امله یې په ناغوښتل شوي ډول پرلهپسې ولادتونه کړي.
په مستعار نوم ۳۳ کلنه عایشه د کابل اوسېدونکې او د څلورو ماشومانو مور ده. هغه وايي، سره له دې چې د نسایي او ولادي متخصصو ډاکترانو له لوري د زېږون ترمنځ د واټن د لارو چارو په اړه پوهاوی ورکړل شوی، خو د درملو او د امیندوارۍ د مخنیوي میتودونو د جانبي عوارضو اندېښنې له امله نهده توانېدلې چې د زېږون ترمنځ معیاري واټن وساتي.
«څلور اولادونه لرم، د ولادتونو ترمنځ مې یوازې یو کال واټن دی او ماشومان مې پرلهپسې شیدېخوړونکي دي. کله چې روغتون ته تللم، ډاکترانو راته ویل چې لوپ ولګوم، کپسول وکاروم یا د امیندوارۍ د مخنیوي تابلیتونه واخلم، څو د ولادتونو ترمنځ واټن راشي، خو ما وېره لرله چې ښايي جانبي عوارض ولري، ځکه مې ونه کارول.»
۳۸ کلنه روینا بله مور ده چې څلور پرلهپسې ولادتونه یې کړي. هغه هم وایي چې د لومړي زېږون پرمهال یې د شیدې پر شیدې ماشومانو د مخنیوي لپاره د روغتیايي پرسونل له لوري بشپړ پوهاوی ترلاسه کړی و، خو نه یې غوښتل له وړاندیز شویو میتودونو کار واخلي.
نوموړې زیاتوي: «زه څلور شیدېپرشیدې ماشومان لرم. د لومړي زېږون پرمهال ډاکترانو راته وویل چې د پرلهپسې ولادتونو د مخنیوي لپاره کولی شم پیچکاري واخلم، ټابلیټونه وکاروم یا کپسول ولګوم، خو ما وېره لرله چې جانبي عوارض ونه لري، ځکه مې ترې استفاده ونه کړه.»
د راپور موندنې ښيي چې پرلهپسې ولادتونه د دغو مرکه شوو ښځو او د هغوی د ماشومانو لپاره جدي روغتیايي او جسمي ننګونې رامنځته کړي.
۲۴ کلنه رخسار چې د درې ماشومانو مور ده، وایي چې پرلهپسې امیندوارۍ دې ته اړ ایسته چې کمزوری ماشوم وزېږوي او خپله یې هم له رواني ناروغیو او جسمي فشارونو سره مخ شي.
«له څلوېښتو ورځو وروسته مې بیا امیندوارۍ واخیسته. دوه ماشومان لرم. د ناپوهۍ له امله دوهم ځل اومېندواره شوم. په کندهار کې ژوند کوم، د دې له امله چې ونه توانېدم خپل ماشوم ته سمه تغذیه برابره کړم او سمې پاملرنې ته یې ورسېږم، له رواني فشار سره مخ شوم. کله چې دوهم ماشوم مې هم وزېږېد، ډېره کمزورې شوم او له زېږون وروسته څو ساعته په موټر کې پاتې شو.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اخوا، ۳۶ کلنه زهره چې د شپږ ځله امیندوارۍ او پرلهپسې ولادتونو تجربه لري، وایي چې د ولادتونو ترمنځ د واټن نشتون او اقتصادي ستونزو له امله یې څلور ماشومان چې له وخته مخکې زېږېدلي وو، له لاسه ورکړي.
نوموړې د پرلهپسې ولادتونو خپله ترخه تجربه داسې بیانوي: «شیدېپرشیدې ماشومان لرم، له اقتصادي او روغتیايي ستونزو سره مخ شوم. ماشومان مې له وخته مخکې زېږېدلي، څلور ماشومان مې له لاسه ورکړي. ښه اقتصادي وضعیت نه لرم. که څه هم د امیندوارۍ پر مهال د څارنې لپاره کلینیکونو ته مراجعه کوم، خو ګټه یې ونهکړه. په هغو شپږو ځلو کې چې اومېندواره شوم، ټول ولادتونه مې له وخته مخکې شوي.»
دې سره، د نسایي او ولادي یو شمېر متخصص ډاکتران د ولادتونو ترمنځ د واټن نشتون د مېندو او نویو زېږېدلو ماشومانو ترمنځ د مړینې د کچې د لوړېدو له اساسي لاملونو بولي.
د نسایي ولادي متخصصه زرغونه محبت د منظم ژوند او سالمې امیندوارۍ لپاره د مېندو او ماشومانو د روغتیا په موخه د هر دوو ولادتونو ترمنځ لږ تر لږه د دوو کلونو واټن مهم بولي او وایي:
«د ښځې لپاره د ولادتونو ترمنځ اعظمي واټن څلور کاله او لږ تر لږه باید دوه کاله وي. که یوه ښځه د ولادتونو ترمنځ واټن رعایت نهکړي، نو دا کار د ښځې او ماشوم دواړو لپاره ناوړه جسمي پایلې لرلی شي. هغه ښځې چې شیدېپرشیدې ماشومان لري، ډېری وخت د ښځو ترمنځ له خطرناکې ناروغۍ، یعنې کمخونۍ سره مخ کېږي.»
د افغانستان د نسایي او ولادي ډاکترانو د ټولنې مشره نجمالسما شفاجو له سلاموطندار سره خبرو کې وایي، د ولادتونو ترمنځ د معیاري واټن نشتون د ویټامینونو کمښت، د هډوکو کمزوري او د زېږون وروسته د وینې بهېدنې لامل کېږي او په پایله کې د مېندو او ماشومانو د مړینې د کچې لوړېدو سبب ګرځي.
نوموړې وایي: «دا واټن دې لنډ شي، ځکه چې مور لا د یوه زېږون د ویټامینونو کمښت نهوي پوره کړی، نو کېدای شي له خونریزۍ، کمخونۍ، د هډوکو له کمزورۍ، د رحم له ستونزو، د وینې له لوړ فشار او د ماشوم د وزن له ستونزو سره مخ شي. ماشوم سم وزن نه اخلي او سمه رواني او جسمي وده نه کوي. هغه ماشوم چې موږ یې تمه لرو، له رواني، جسمي، ذهني او فکري پلوه سمه وده نهشي کولی. همداراز، د مور پاملرنه چې باید یوه ماشوم ته وي، پر څو ماشومانو وېشل کېږي.»
ا خوا، ډاکتران وایي چې د ولادتونو ترمنځ د واټن رامنځته کولو د میتودونو د جانبي عوارضو په اړه ناسم باورونه لامل شوي چې خلک له دغو میتودونو کار وانهخلي.
د نسایي او ولادي متخصصه سونیتا بهرام په دې اړه وایي: «د ښځو لپاره یا خو د مسلکي ډاکتر له لوري سمه مشوره نهده ورکړل شوې او که ډاکتر مسلکي هم وي، لازم پوهاوی او سم افهام او تفهیم نه دی شوی. له همدې امله د ولادتونو ترمنځ د واټن رامنځته کولو میتودونه اغېزمن نهدي تمام شوي. همدلته پر ډاکتر د ناروغ باور کمېږي. دا لارې چارې چې د ډاکترانو له لوري وړاندیز کېږي، نه یوازې سم پوهاوي ته اړتیا لري، بلکې مناسب چاپېریال او د مشورې ځانګړې خونې ته هم اړتیا ده، څو په یو مناسب ماحول کې سمه مشوره ورکړل شي.»
موږ هڅه وکړه چې د کورنۍ د تنظیم (فامیلي پلاننګ) د مشورو وړاندې کولو په اړه د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت نظر هم واخلو، خو تر دې دمه پرې بریالي نهشو.
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګې د ۱۴۰۳ لمریز کال د جوزا په ۲۱مه ویلي، هره ورځ افغانستان کې ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د امیندوارۍ او زېږون پورې اړوند، خو د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.