Asset 1SWN

پکتيکا کې د ۱۸ مدرسو او ښوونځیو د ودانيو ترمیم چارې بشپړې شوې

20251125_163349

د پکتیکا ولایت د پوهنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په بېلابېلو سيمو کې د ۱۸ مدرسو او ښوونځیو د ترمیم چارې د نږدې پنځه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.

خبرپاڼه کې د پکتیکا د پوهنې رییس، مولوي عبدالوکیل خالد له قوله ویل شوي چې د ښوونځیو او مدرسو رغول او د منظم تدريسي چاپېريال برابرول د راتلونکي نسل په روزنه کې مهم رول لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زياته کړې چې یو خوندي، پاک او منظم ځای د زده‌کوونکو په ذهني ارامتیا، منظم حضور او د ښوونکو په مسلکي فعالیت باندې اغېز لري.

د يادو علمي بنسټونو د ودانیو ترمیم، د اوبو سیستمونه او ځينې نورې برخې يې رغول شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام