Asset 1SWN

سلام وطندار

پکتیکا کې د یوه سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

IMG-20251020-WA0026

د پکتیکا د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي چې نن (دوشنبه) د مرکز ښرنې ښار څخه د زرغون‌ښار ولسوالۍ پر لور د ۴۸ کیلومتره اوږد سړک د بیارغونې چارې په رسمي ډول پیل شوې چې ټول لګښت یې ۱۰۶ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.

د دې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د پکتیکا د ټولګټو چارو رییس مولوي محمداکبرعادل وویل، یاد سړک مخکې هم جوړ شوی و، خو د وخت په تېرېدو یې ځینې برخې تخریب شوې او پلچکونه یې زیانمن شوي وو.

هغه زیاته کړه چې دغه سړک به له مرکز ښرنې څخه تر زرغون‌ښار ولسوالي پورې د ۴۸ کیلومتره په اوږدوالي بیارغول کېږي او تمه ده چې چارې یې د یوکال په موده کې بشپړې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وویل، د دې سړک د بیارغونې بودیجه د ټولګټو چارو وزارت له لوري برابره شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د دې سړک له ترمیم وروسته به د پکتیکا د ۱۱ ولسوالیو اوسېدونکو ته د ترانسپورټ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.

د پکتیکا اوسېدونکي د دې پروژې د پیل هرکلی کوي او له قراردادي شرکت څخه غوښتنه کوي، چې د سړک د بیارغونې ټولې چارې دې د انجینري اصولو او تخنیکي معیارونو مطابق ترسره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام