د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د پوهنې وزارت په مالي ملاتړ په مرکز پلعلم او یوشمېر ولسوالیو کې د ۱۹ بېلابېلو ودانیو بیارغونه پيل شوه.
د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلاموطندار ته وویل، یادې ودانۍ او تعلیمي بنسټونه چې په مرکز او ولسوالیو کې موقعیت لري، د پوهنې وزارت په مالي ملاتړ د شاوخوا نهه میلیونه افغانیو په لګښت بیا رغول کېږي، چې کارونه به یې د راتلونکو درېیو میاشتو په موده کې بشپړ شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عرب زیاته کړه، «د بیارغونې په دې پروژه کې د پوهنې ریاست د یوه اداري ودانۍ، د ۱۷ دیني مدرسو او ښوونځیو د ودانیو بیارغول ، او د کوچیانو لېسې ته د احاطې دېوال جوړول شامل دي، چې د تعلیمي بنسټونو په بیارغونې سره به شاوخوا ۹ زره زده کوونکو ته لازم ښوونیز چاپېریال برابر شي.»
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، پوهنې ریاست هڅه کوي چې د لوګر ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هغه ښوونځیو ته هم ودانۍ جوړې کړي چې اوس مهال یې زده کوونکي په ازاده فضا او یا هم په کرایه کورونو کې په لیک لوست بوخت دي.
پل علم کې یوه ښوونکي منصور احمد سلام وطندار راډیو ته وویل، چې په دغه ولایت کې د پوهنې ریاست اړوند ۱۹ ادارو او ښوونیزو مرکزونو ودانۍ بیارغول کیږي.
نوموړی په پوهنې وزارت او نړیوالو بنسټونو غږ وکړ چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د تېرو جنګ جګړو له امله ویجاړ شويو ښوونځيو او دیني مدرسو ودانۍ هم بیاوروغوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت هم د پوهنې وزارت او یو شمیر نړیوالو بنسټونو له لوري د ۱۹۳ میلیونه افغانیو په ارزښت په ۳۲ بیلابیلو رغنیزو پروژو کار پيل شو چې په راتلوونکو شپږو میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.