Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې په ۲۲ میلیونه افغانیو د لسو ښوونځيو د بیارغونې چارې پيل شوې

میدان وردګ

د میدان‌وردګ د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په نرخ، چک، سیداباد او دایمیرداد ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د لس ښوونځيو د بیارغونې چارې پیل شوې.

د میدان‌وردګ د پوهنې ریاست ریيس مولوي محمدعثمان حریت په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، دغو ښوونځيو کې ابتدائیه ابوسعید الخدري، ابتدائيه سرکۍ بادام ، لېسه اتفاق السنګ، ابتدائیه حیدریه بغلان، ابتدائيه شهیدمیرزا، متوسطه شهدای‌شنیز، لېسه لوړه، متوسطه ملالۍ، لېسه شهيدغلام درویش،  لېسه غازی عصمت‌الله خان شامل دي چې په راتلوونکو شپږو میاشتو کې به بیاورغول شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه، د یادو ښوونځيو په بیارغونه کې د ښوونځيو  احاطوي دېوالونه، تشنابونه، د تعميرونو بيا رغونه او رنګمالي ترسره کېږي اوهمدارنګه يو شمېر نوروته د څښاک اوبه او حفظ الصحې سېستم هم برابرېږي.

پوهنې ریاست ریيس زیاتوي چې د یادو ښوونځیو له بیارغونې وروسته به زرګونه زده کوونکو ته د لیک‌لوست لازم چاپېریال برابر شي او زده‌کوونکي به له شته ستونزو خلاص شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام