Asset 1SWN

سلام وطندار

د نتن‌یاهو څرګندونو ته غبرګون؛ ا.ا: د فلسطینیانو له حقونو سرغړونه ده

بهرنیو چارو وزارت ۲

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو لومړي وزیر هغو څرګندونو ته چې فلسطین دې په سعودي عربستان کې جوړ شي، کلک غبرګون ښودلی دی.

یاد وزارت نن دوشنبه، سلواغې ۲۲مه په یوې خبرپاڼه کې د نتن‌یاهو څرګندونې  منل شویو نړیوالو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطینیانو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد وزارت لیکلي: «د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزارت د اسراييلي اشغالگر رژيم د مشر بنيامين نتنياهو له لوري د خپلواک فلسطیني دولت له جوړېدو انکار او پر دې ټینگار چې فلسطینیان دې د سعودي عربستان پر قلمرو خپل دولت جوړ کړي، په کلکو ټکو غندي.»

خبرپاڼه کې همداراز ټينګار شوی چې تر هغو چې په فلسطین کې د خلکو حقوق نقض کېږي، غزه او سیمه به نارامه وي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو څو ورځې وړاندې له یوې رسنۍ سره د مرکې پرمهال وویل چې سعودي عربستان تشه ځمکه لري او کولای شي، هلته فلسطین جوړ کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د نوموړي دغه څرګندونې د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ د ګڼو هېوادونو له لوري غندل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام