د ایران د قضایي قوې اړوند خبري اژانس «میزان» راپور ورکړی چې د دوشنبې پر ورځ د «بهمن چوبي اصل» په نوم یو کس د اسراییلو استخباراتي ادارې ته د جاسوسۍ په تور اعدام شوی دی.
یادې رسنۍ ویلي چې بهمن چوبي په دیتابېس برخه کې له اسراییلي جاسوسي شبکې سره پراخ او هوښیارانه همکاری لرله.
«میزان» زیاته کړې چې د عالی دیوان لهخوا د نوموړي د استیناف غوښتنه رد شوې او د هغه د «فساد فیالارض» په تور د اعدام حکم تایید شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ایران او اسراییلو ترمنځ تاوتریخوالی په جون میاشت کې مستقیمې جګړې ته واوښت او اسراییلو په ایران کې پر بېلابېلو هدفونو بریدونه وکړ چې په دې عملیاتو کې د موساد ځانګړي ځواکونه د ایران دننه ځای پر ځای شوي وو.
په تېرو څو میاشتو کې په ایران کې د جاسوسۍ او د اسراییلو له استخباراتي ادارې سره د همکارۍ په تور پر څو کسانو د اعدام حکمونه عملي شوي دي.