د لغمان ځايي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو ورښتونو له امله دوو کسانو ژوند بایللی او ۶ ټپیان شوي.
د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي رییس قاري خیرمحمد غازي وویل، د تېرو ۲۴ ساعتونو ورښتونو د ځاني زیان ترڅنګ مالي زیانونه هم اړولي.
دی وايي چې د ورښتونو له امله د لغمان مرکز او ولسوالیو کې ۱۱۰ کورونه په بشپړ او جزیي ډول ویجاړ شوي، ۲۸ لوی او کوچني څاروي تلف شوي، ۳۳ سولر تختې ماتې شوي او ۴۰۰ جريبه ځمکه اوبو وړې ده.
دا داسې مهال دی چې دې وروستیو ورښتونو ګڼو نورو ولایتونو کې هم ولسونو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.