د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تندو بادونو او له امله یې، د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت نن سهشنبه، چنګاښ ۲۴مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د اورښتونو او سېلابونو دغه اټکل سبا چهارشنبه په یادو ولایتونو کې شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، لوګر، غزني، میدانوردګ، پکتیا، خوست او پکتیکا هغه ولایتونه دي چې د اورښتونو اټکل پکې شوی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هواپېژندنې ریاست د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د اورښتونو اټکل له لس تر ۳۰ مليمټرو پورې کړی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هېواد په لوېدیځ، سوېلي، سوېللوېدیځ او مرکزي سیمو کې به تند بادونه له دوړو سره هم مل وي.
په بېلابېلو سیمو کې د باد چټکتیا په ساعت کې د ۵۰ او ۸۰ ترمنځ اټکل شوې ده.