د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا دوشنبه د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو وړاندوینه کړې.
دغه ریاست نن یکشنبه د حمل ۱۶ / اپرېل ۵ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې سبا دوشنبه د حمل ۱۷ له نورستان پرته د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د تېز باران، تالندې، بادونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۵۰ ملي مترو پورې ووسي.
همدارنګه په سویلي، لوېدیځو او سویل ختیځو ولایتونو کې د بادونو وړاندوینه شوې چې د سرعت کچه یې په بېلا بېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومتره په ساعت کې اټکل کیږي.