د ټرانسپورټ وزارت اړوند د هواپېژندنې ریاست د هېواد په یوولس ولایتونو کې د باران او له امله یې، د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې «نن پنجشنبه، غويي یوولسمه» د هېواد په بدخشان، تخار، نورستان، لغمان، ننگرهار، پنجشېر، پروان، بغلان، پکتیا، خوست او بامیان ولایتونو کې د اورښت اټکل شوی دی.
د هواپېژندنې ریاست په یادو ولایتونو کې د اورښت کچه له لسو څخه تر ۳۰ ملي مټرو پورې ښودلې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، د هېواد په سوېلي، لوېدیځ، سوېلختیځ او مرکزي ولایتونو کې د تندو بادونو اټکل هم شوی چې چټکتیا یې، په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره اټکل شوی دی.
هرکال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د موسمي اورښتونو له امله د سېلابونو د راوتلو لامل کېږي چې ډېری وخت د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړوي.