Asset 1SWN

سلام وطندار

غزه کې بارانونو او توفان ۱۴ کسان مړه کړي

غزه کې بارانونو

غزه کې د وروستیو بارانونو او توفانونو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۴ فلسطینیانو ژوند بایللی.

د راپورونو له‌مخې، هغه کورنۍ چې د اسراییل د جګړې له امله بېځایه شوي د توفان او سړې هوا له امله بد وضعیت سره مخ دي.

پنځه کسانو یوازې تېره ورځ جمعه د غزې په شمال کې د «بئرالنجا» سیمه کې د توفان له امله د بېځایه شوو د یوه کور نړېدو پرمهال ژوند بایللی.

دوه نور فلسطینیان بیا د غزې ښار په «رمال» سیمه کې هغه مهال مړه شول چې د بېځایه شویو پر خیمې دیوال راونړېد.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دې سره، نړیوالو رسنیو د غزې روغتيايي مسوولانو په خبره ویلي چې د یخې او سړې هوا له امله د مړو شمېر په بېسارې توګه لوړ شوی دی.

تر دې وړاندې مرسته رسوونکو بنسټونو او ملګرو ملتونو د غزې ۷۶۱ کمپونو کې د سلګونه زره بېځایه شویو وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي وو، ډېری خیمې تر اوبو لاندې شوي او کورنۍ بېړني خطر سره مخ دي.

ملګرو ملتونو څو ورځې وړاندې وویل چې ۷۸۱ موقت کمپونو کې څه باندې ۸۵۰ زره فلسطینیان د سېلابونو راوتلو خطر سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام